انصار: (د کب ۴ مه)، ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې له طالبانو حکومت سره مشورې کوو.
تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې روزا اتونبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دوحې ناستې په اړه مالومات شریک کړي دي.
اتونبایوا د انتوني ګوترېش له قوله ویلي، د افغانستان لپاره باید د ځانګړي استازي په ټاکلو کې داسې اقدام ونه شي، چې له حکومت سره کار پیچلی کړي.
نوموړې ویلي، د دوحې ناستې ګډونوالو هېوادونو له طالبانو حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی او که ګډونوال هېوادونه سلا شي؛ نو دوی به د ښه تفاهم لپاره ورته ناستې ډېرې کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې دوی ناسته څارله؛ خو کومه ځانګړې پایله یې نه لرله.
متقي هیله څرګنده کړې، چې افغانستان سره د تعامل په اړه جوړېدونکې ناستې غوره پایلې ولري.
د یادونې ده، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو حکومت د خپلو شرایطو نه منل کېدو له کبله ګډون نه وو کړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30264